پولاريس سافټ ويئر په بنګله ديش کښي دَ اقتصادي ټيکنالوجي کمپني دَ جوړولو دَپاره دَ سونالي بينک او بي سي بي ايل سره دَ مفاهمت په يادګيرنے دستخط وکړو

AsiaNet 45555

ډهاکه،بنګله ديش او چنئ ، بهارت، 18جولائي / پي آرنيوزوائر۔ايشيا نيټ

سرکرده عالمي اقتصادي ټيکنالوجي کمپني پولاريس سافټ ويئر( پي او ايل ايس۔ بي او)، دَ بنګله ديش لويي قامي بينک سونالي بينک لمټډ او بنګله ديش کامرس بينک لمټډ (بي سي بي ايل) نن دا اعلان اوکړو چي دوي به دَ موجوده بينکنګ سالوشنز په ځائے انټليکټ(ټي ايم ) ‘کور بينک سالوشنز‘ اختياروي۔ دَ دي مقصد دَپاره دي دريوانړه کمپنو په مينځ کښي دَ مفاهمت په يو يادګيرنه دستخطونه وکړے شو دَ څه دَ لاندے چي به يو مشترکه کمپني دَ پولاريس فنانشل ټيکنالوجي لميټډ ( ايس پي ايف ټي ايل ) په نوم جوړيګي۔ پولاريس به په دے کمپني ۵۱فيصدي ملکيت لري۔

انټليکټ کور بينکنګ سالوشن به بينک دَ دے جوګه جوړه وي چه هغه دي دَ مختلف کارونو دَ پاره يو درخواست جوړ کړي دَ کوم په سبب چي به ګاهکانو ته ډيره آساني ميلاو شي۔ دَ ټرانفارميشنل حکمت عملي په توګه سونالي بينک دا غواړي چي دَ ښه اندروني اختيار يقيني جوړولو په ذريعه دَ ګاهک اطمينان ښه کولو دپاره آن لائن ريئل ټائم بينکنګ ( او آر ټي بي ) نافذ کړي۔ دَ ډيرغوروفکر نه ورسته سونالي بينک کوم چي په کمپني کښي غټه برخه لري دَ انټليکټ سي بي ايس انتخاب وکړو۔ بي سي بي ايل هوم دَ خپل نظام جديد کولو دَ پاره د دے انتخاب وکړو۔ دغه رنګ دونړا بينکونو دَ پولاريس سره په ملګرستيا دَ اقتصادي ټيکنالوجي کمپني دَ جوړولو دَ پاره دَ دے خاص ماډل انتخاب وکړو۔

دَ سونالي بينک مينيجنګ ډائريکټر او منتظم اعليٰ محمد همايون کبير وئيلي دي چي” سونالي پولاريس ايف ټي لميټډ به دَ بنګله ديش دَ بينکنګ ټيکنالوجي په شعبه کښي يوه نوے ابتدا کوي۔ دَ هر دوه قسمه مارکيټونو کښي دَ بينکنګ ټيکنالوجي سالوشنز په نفاذ کښي دَ پولاريس دَ تجربے کتلو نه پس مونږ دا فيصله وکړه چي خپل بينک جديد کولو دَ پاره دَ سي بي ايس انتخاب وکړو۔“ هغوي زياته کړه “ايس پي ايف ټي ايل به دَ بنګله ديش بينکنګ سيکټر ته دَ مقامي حمايتي نظام سره تړلے بينکنګ ټيکنالوجي دَ اختيارلو دَ مواقعو په ذريعه ډيره فائده رسوي۔”

په دے موقع په خپل تقرير کښي دَ پولاريس سافټ ويئر چيرمين او منتظم اعليٰ ارون جين ووئيل ” دَ سونالي بينک اور بي ايس بي ايل دوربيني بے شکه دَ ستائنے لائقه ده کومو چه دَ جديد بزنس ماډل دَ جوړولو به ذريعه پولاريس د دے جوګه کړو چه هغه دي په بنګله ديشي مارکيټ کښي خپل سالوشنز پيش کړي۔“ هغوي دا هوم وئيل چي “دے جديد ”کوکريشن ماډل“ دَ روايتي فروخت کردار ادا کولونه زمونږ په پورته ختلو کښي مدد وکړو او مونږ يي دَ دے جوګه کړو چي مونږ دَ ګاهکانو دَ کاميابي دَ پاره آسان او لچکدار خدماتو پيش کولو دَ پاره دَ مقامي بينکو سره شراکت وکړو۔“

دَ نورو معلوماتو دَ پاره رابطه وکړي
دويپايان ډپ
dwaipayan.d@polaris.co.in (+91-9962536442)

ذريعه : پولاريس سافټ ويئر ليب لميټډ

Leave a Reply