دَ برازيل اولسمشر دَ زرو آوري جرم دَ مخ نيوي اور حل کولو لپاره جوړ شوي تاريخي ډي اين اے ډيټابيس تقنين باندے دست خط اوکړو۔

نوے قانون به برازيل بے خطره او دَ خلقو ژوند خوندي کوي۔

 کارلسباد، اين ايم/ ۲۹ مئي ۲۰۱۲/ پي آ رنيوزوائر۔ يوايس نيوزوائر: دَ ډين اين اے

 سيوز(www.dnasaves.org) باني او دَ قتل شوي کيټي اسپيچ مور، جيان سپيچ دَ اولسمشر ډِلما روسيف او دَ برازيلي کانګريس ستائنه کړے ده چا چه دَ تورمخو( مجرمينو) نه حاصله شوي ډي اين اے په قامي برازيلي ډي اين اے ډيټا بيس کښے شاملولو لپاره قانون منظور کړے دے۔ ميرمني اسپيچ په هغه ټوکيده هيوادنو کښے په شامليدو باندے برازيل ته هر کلے وئيلے دے چا چه دا قانون منظور کړے دے۔ ډي اين اے ډيټابيس به دا پروفائلز دَ بے حل زورآوري جرمونه دَ ثبوتونه سره ميچ کوي۔ داسے پروګرامونه لرونکي هيوادونو دَ حل شوي اور بے حله جرمونو په تعداد کي خارق العاد(غيرمعمولي) اضافه ليدلے ده۔ اولسمشر ډلما روسيف په دے تاريخي تقنين باندے دَ مئي ۲۰۱۲ په ۲۸ نيټه باندے دستخط اوکړو۔

 ميرمني اسپيچ وئيلي دي چه “دَ برازيلي هيواد اولس دَ دستياب درست قانوني نفاذ په ذريعه دَ شناختي طريقو په استعمال سره دا يرزلري چه د هغوي ساتنه( حفاظت) دے اوکړے شي۔”هغوي زياته کړه چه ” دَ ډي اين اے ډيټا بيس پروګرام په ذريعه به برازيل جرائم په تيزي سره حل کوي، په مستقبل کښے به د جرمونو مخ نيوے کوي او دَ اولس دَ ژوندون حفاظت کوي”

 دَ دے تقنين ضامن سناتور کيرو نوګوويرا دے، څوک چه په دے خبريدو باندے دَ قانون دَ منظوري لپاره سوز ګداز شو چه دا قانون په پوره برازيل کښي دَ زور آوري جرمونو دَ مخ نيوي غټ طاقت لري۔ دَ کال ۲۰۱۱ په لسمه مياشت کښے سناتور نوګوويرا دَ سيريل قاتل مارکو ټريګوويرو نه بچ شوي خلقو او کانګريسي قيادت سره دَ براسيليا دوره اوکړه او دا قانون يي مخے ته راوستو۔ ټريګوويرو دَ پنځه ښځو په بے رحمانه قتل سره په ۲۰۰۹ کښے په بيلو هوريزونټے کښے ډيرغټ دهشت خور کړے اوو۔  سناتور نوګوويرا وئيلي دي که ” چرے دا قانون موجود وے نو دَ هوريزونټے بيلو زيات مقتولين به بچ کړے شوي وو۔ ځه په دے خاندانو باندے فخرکووم څوک چه براسيليا ته راغلل او خپله قصه يي خلقو ته واوروله او ځه دَ کانګرس په هغه ملګرو ارکانو باندے هوم فخر کووم چا چه دَ دے قانون په حق کښے ووټ واچوو او برازيل يي يو محفوظ ځائے جوړ کړو۔ “

 برازيل د نړي ۵۶ هيواد او دَ جنوبي امريکا( چلي ۲۰۰۷، يورګوئے ۲۰۱۰) دريم هيواد دے چا چه دَ ډي اين اے ډيټا بيس تقنين منظور کړے دے۔ دَ نړي په سطح دَ ډي اين اے قانون او تګ لارو په حقله دَ مصلحت کونوکي فرم، ګورډن تهامس هنيويل ګورنمنټل افيئرزمشر، ټِم شيل برګ وئيلي دي چه ” ۲ سوه ملين نفوس او مضبوط ډي اين اے کرائم ليب فاونډيشن لرونکي برازيل دَ لاطيني امريکا دَ ټولو نه لوي او دَ نړي په لويو کښے يو ډي اين اے ډيټابيس جوړوي۔” شيل برګ هيله لري چه دَ برازيل دا نوے قانون به پوره لاطيني امريکا کښے دَ دهغه شان تقنين منظور وولو لپاره يو نڅيږي (لهر) پيدا کړي۔ هغوي وئيلي چه “برازيل په پوره لاطيني امريکا کښے غټ نفوذ لري۔ نورلاطيني امريکني هيوادونه په دے انتظار وو چه برازيل به څه کوي“۔

 

Leave a Reply